دا قوم د هشتنګر په تپه کښ اوسږېږي چه دا اته ((8)) کلي په کښې دي. تنګي، شير پاؤ، عمر زي، ترنګزي، اتمانزي، رزړ، چارسده، پړانګ. دا علاقه د سوات په سيند اوبېږي ځکه ئې ټوله زمکه څربه او زوروره ده. او خلق ئې اسوده او خوشحال دي. په تيره تيره ئې خانان چه په ټوله صوبه کښ د هر چا نه لوئ او مالدار زميندار دي. او د هغو عزيزانو او اقرباؤ اعلي اعلي تعليمونه کړي دي او په سول او پولس او فوځ کښ لوئ لوئ عهدې لري او د لوئ عزت خاوندان دي. د سرخ پوشو مرکز هم په دې تپه کښ دې. او دلته يو ازاد سکول هم شته. د سول نافرمانې په دوران کښ د دې ځائ خلقو ډير کار کړې دي. که ريښتيا مې پوښتې نو دا خوشحالي او بيغمي او لياقت او تعليم او دا د ازادي خيال د سرکار د امن په برکت د دوئ نصيب شوې دي. ځکه د درانو او سکهانو په حکومت کښ په دې خلقو داسې داسې ظلمونه شوي دي چه تر اوس پورې ئې سپين ږيري مشران خبې کوي او چه بنده ئې واوري نو وجود ئې زيږ زيږ شي. په دې علاقه کښ ډير غير قامونه هم اباد دي لکه دراني، شيخ، اوان، ګوجر، او کشميري.
دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده
0 comments:
Post a Comment